Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت، د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارو د پيل خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ د ۶ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې چې د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.دغه سړک له مزارشریف – شبرغان مسیر څخه پيل شوی چې د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ تر مرکز پورې رسېږي.د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په یاده پروژه کې د سړک د تخریب شویو برخو داغګیري او د شولډرونو او پلګوټو د ترمیم چارې شاملې دي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.هېره دې نه وي چې د یاد سړک په ترمیم او داغګیرۍ سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره بریده حل شي او د سړک د لا تخریب مخنیوی وشي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ سړک د بیارغونې چارې پيل شوې