د بلوچستان په چمن سیمه کې د لاسي بم برید کې یو مزدور وژل شوی او بل ټپي شوی دی. دا د پښتنو مېشتې سیمې لپاره د خپل ډول لومړۍ پېښه بلل کېږي چې پکې وژل شوی مزدور د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی و. په یوه بله پېښه کې، د بلوچستان له لسبیلې سیمې د پنجاب د یوه اوسېدونکي مړی موندل شوی دی. د پولیسو چارواکو په وینا، یاد کس په دغه سیمه کې قلفي پلورله. پولیسو د دواړو پېښو قضیې ثبت کړې او پلټنې یې پیل شوې دي. پر مزدورانو برید له چمن ښاره څو کیلومتره لېرې د زاړه چمن په سیمه کې ترسره شوی دی. د چمن پولیسو افسر (ډي اېس پي) اشفاق مغل وايي، مزدوران ویده وو چې نامعلومو وسلوالو لاسي بم وروغورځاوه. د برید له امله یو مزدور ووژل شو او یوی بل ټپي شوی دی. د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، وژل شوی او ټپي شوی دواړه مزدوران د سند ایالت اوسېدونکي دي او په سیمه کې د لویې لارې د جوړولو په یوه پروژه کې یې کار کاوه. ډېورنډ کرښې ته څېرمه دغه سیمه د بېلابېلو پښتني قبایلو د خلکو استوګنځای دی. د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې له ډېرې مودې راهیسې پر هغو ځايي او غیرځايي مزدورانو بریدونه کېږي چې په رغنیزو پروژو کې کار کوي. که څه هم په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د بلوچستان په چمن سیمه کې پر مزدورانو د لاسي بم برید شوی – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د بلوچستان په چمن سیمه کې پر مزدورانو د لاسي بم برید شوی – BBC News پښتو