د پاکستان سرحدي ځواکونو د بلوچستان د کېچ ولسوالۍ د نودز په سیمه کې شپږ افغان کډوال نیولي او د نصیراباد سیمې پولیسو ته یې سپارلي دي. نیول شوي افغانان د قانوني پړاوونو بشپړولو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي. مجاهد د سېشنبې په ورځ د طالبانو په ولکه کې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د وارداتو او صادراتو اړتیاوې د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې پوره شوې دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې له نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو مهمې سوداګریزې لارې، په ځانګړې توګه تورخم او سپین بولدک، وتړل شوې او افغان سوداګر اړ شول چې خپل توکي له بدیلو لارو ولېږدوي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارده او ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې موده کې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان څخه د افغانستان واردات ۴۳ سلنه او دغو هېوادونو ته یې صادرات ۷۷ سلنه زیات شوي دي. خو د راپور له مخې، د دې زیاتوالي یوه برخه د پاکستان د پولو له تړل کېدو مخکې هم رامنځته شوې وه. د طالبانو د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې شپږ افغان کډوال نیول شوي دي
Sources
Afghan sources
د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې شپږ افغان کډوال نیول شوي دي