EnglishKabulافغانستانامنیت

د بلوچستان پښین کې د پولیسو یوه پوسته پر بمونو الوځول شوې ده — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-21 06:53:34🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلوچستان د پښین ولسوالۍ په سرانان سیمه کې د پولیسو يوه پوسته د وسله‌والو له لوري پر بمونو الوځول شوې ده. د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې وسله‌وال په موټرو کې د سرانان بازار ته ننوتل او هلته يې د پولیسو پوسته کلابنده کړه. د رسمي سرچینو په وینا، وسله‌وال د پوستې ودانۍ ته ننوتل، یو شمېر پولیس یې د څه مودې لپاره له ځان سره وساتل او په ودانۍ کې یې موجود رسمي اسناد هم وکتل. ډان لیکلي چې وسله‌والو د پوستې پولیس بې‌وسلې کړل، وسلې او د پولیسو یو موټر یې له ځان سره یووړل او وروسته یې د پوستې ودانۍ په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه. له پېښې وروسته د امنیت د ټینګښت لپاره پولیس سیمې ته استول شوي او د وسله‌والو د پېژندلو او نیولو په موخه د لټون عملیات پیل شوي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-21 06:53:34

Timeline

  1. Pajhwok

    د بلوچستان پښین کې د پولیسو یوه پوسته پر بمونو الوځول شوې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-21 11:22:26

د بلوچستان پښین کې د پولیسو یوه پوسته پر بمونو الوځول شوې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button