کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه وزارت د کابل او ځینو نورو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیلوي. د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه وزارت هېوادوالو ته د کنسولي خدمتونو د اسانتیا په موخه په پام کې لري چې د ولایتونو له مرکزونو وروسته دغه ځل په لسو ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیل کړي. سرچینه زیاتوي، په دغو ولسوالیو کې د کابل سروبي او قرهباغ، د کندهار سپینبولدک، د هرات شینډنډ، د بلخ کلدار «حیرتان»، د ننګرهار مومندره «تورخم»، د هلمند ګرشک، د کندوز امام صاحب، د غزني جاغوري او د پکتیا څمکنۍ ولسوالۍ شاملې دي. سرچینه زیاتوي، هېوادوال کولای شي د ۱۴۰۵ کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې خپل سندونه په یادو ولسوالیو کې د افغان پوسټ امارتي شرکت د څانګو له لارې د بهرنیو چارو وزارت یا هم په اړوندو ولایتونو کې د یاد وزارت ولایتي څانګو ته د تصدیق په موخه ولېږي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هغې پوسټخونې ترلاسه کړي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د بهرنیو چارو وزارت د هېواد په لسو ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیلوي
Sources
Afghan sources
د بهرنیو چارو وزارت د هېواد په لسو ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیلوي