Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو، سیمهییز امنیت، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په اړه خبرې وشوې. ښاغلي متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د مثبت بهیر یادونه کړې او د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له امله یې د روسیې له رهبرۍ مننه کړې ده. نوموړي د امنیتي همکاریو، منظمو مشورو د لا پیاوړتیا ترڅنګ، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی. ښاغلي متقي څرګنده کړې، چې افغانستان د سیمهییز امنیت او نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له سیمهییزو هېوادونو سره د مستقیمو تماسونو او عملي همکاریو له لارې د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي. ورته مهال ښاغلي شویګو ويلي چې د افغانستان او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي. نوموړي د امنیت او نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د وضعیت د مدیریت مثبته یادونه وکړه. د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سیاسي مشورو او عملي همکاریو ته دوام ورکړل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د امنیت شورا له منشي سره وکتل
Sources
Afghan sources
د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د امنیت شورا له منشي سره وکتل