EconomyEnglishافغانستان

د بهرنیو چارو وزیر مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د ايران د… — Bakhtar

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-10-07 17:58:43🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ د ۸مې غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له استازي محمد رضا بهرامي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د اړیکو، سیمه‌ییزو بدلونونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې. مولوي امیر خان متقي د افغانستان په اړه د ایران له تعامل او سیمه‌ییزو ناستو کې له رغنده ونډې اخیستنې څخه قدرداني کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی. ورته مهال ښاغلي بهرامي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو سیمه‌ییزو همکاریو، ثبات او اقتصادي تعامل په اړه یې د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی دی.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-07 17:58:43

Timeline

  1. Bakhtar

    د بهرنیو چارو وزیر مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-07 12:42:10

د بهرنیو چارو وزیر مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button