Kabulافغانستانامنیتپښتو

د بوسنیا پولیسو د ۱۸ افغانانو په ګډون ۹۶ ناقانونه کډوال نيولي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-04 05:17:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): د بوسنیا او هرزګوینا سرحدي پولیس وايي، ۹۶ کسان چې ۱۸ یې د افغانستان وګړي دي، په دوو جلا پېښو کې دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال نيولي دي. د «فایننشیال اکسپرېس» د راپور له مخې، لومړۍ پېښه د روانې اونۍ د چهارشنبې په ماسپښین د «بیستریتسا» په سیمه کې وه چې ۶۳ کسان پکې نيول شوي دي. د راپور له مخې، په دغو کسانو کې ۴۰ د پاکستان او ۲۳ د بنګله‌دېش اتباع شامل دي. پولیس وايي، د بوسنیا او هرزګوینا د څارنوالۍ په لارښوونه یې سیمه پلټلې، دوه کښتۍ یې ضبط کړې او دوه کسان یې د کډوالو د قاچاق په تور پېژندلي دي. د راپور له مخې، په دویمه پېښه کې هم پولیسو د «بیستریتسا» په سیمه کې د ۳۳ کسانو هڅه شنډه کړې چې غوښتل یې په ناقانونه توګه له پولې واوړي. په دغو کسانو کې ۱۸ د افغانستان، ۱۳ د بنګله‌دېش او دوه د پاکستان اتباع شامل وو. د بوسنیا او هرزګوینا سرحدي پولیسو ویلي، د بهرنیو اتباعو چارو ادارې د بانیا لوکا سیمه‌ییز مرکز له پېښې خبر شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 05:17:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د بوسنیا پولیسو د ۱۸ افغانانو په ګډون ۹۶ ناقانونه کډوال نيولي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-04 09:45:39

د بوسنیا پولیسو د ۱۸ افغانانو په ګډون ۹۶ ناقانونه کډوال نيولي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button