Diplomacyافغانستانپښتو

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه تبعیضي… — 8am PA

روان خبرDiplomacy1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 18:47:30🎙 راډیو واورئ

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د پاکستان د طبي شورا وروستۍ پرېکړه چې له مخې یې په پاکستاني پوهنتونونو کې افغان محصلان بېرته افغانستان ته استول کیږي، تبعیضي چلند بللی دی. په پاکستان کې سياستوالو هم دغې پرېکړی ته سخت غبرګون ښودلی دی. په لاهور ښار کې کینګ اېډورډ طبي پوهنتون، د اقبال طب پوهنځي او فاطمه جناح طب پوهنځني او همداراز په ملتان کې نشتر طبي پوهنتون په طب پوهنځيو کې پر زده‌کړو بوختو افغان محصلانو ته په رسمي ډول ویلي چې دوی نور په دغو ادارو کې خپلې زده‌کړې نه شي کولی. په لاهور کې د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون له خوا د دوشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې افغان محصلینو ته ویل شوي، چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي)د لارښوونې له مخې دې محصلین اړوندې «اداري چارې» په ۲۴ ساعتونو کې بشپړې کړي. د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون د لیلیې دفتر نن، سې شنبه، په یوه بله اعلامیه کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې، ویلي چې افغان اتباع محصلین، هلکان او نجونې، دې په ۲۴ ساعتونو کې له لیلیو ووځي. د کينګ اېډورډ طبي پوهنتون د دوشنبې په ورځ په دغه پوهنتون کې د طب په زده‌کړه بوختو ۲۲افغان محصلینو، هلکانو او نجونو، ته هم ورته اعلامیه ورکړې ده. په دغو محصلانو کې ځینې هغه په وروستیو سمسترونو کې دي….

لنډ معلومات

موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 18:47:30

مهالوېش

  1. AF International

    د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان نه د افغان محصلانو اېستل تبعیضي چلند وباله

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-08 16:27:15

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان نه د افغان محصلانو اېستل تبعیضي چلند وباله

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button