د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) د مرکزي کمېټې غړی زبیر شاه اغا، د بلوڅ يووالي کمېټې فعاله سید بي بي بلوچ او خبریال احمد فرهاد دې سمدستي خوشې کړي. د پرلت يوه سمبالوونکي ډاکټر صمد پانيزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، پرلت په خپل ځای دوام لري او د پرلت پرېکړه دا ده، تر هغې چې د دوی غوښتنې نهوي منل شوي، پرلت به دوام لري؛ په داسې حال کې چې اوس هم په پرلت کې د زیارت په پېښه کې د وژل شویو پوليسو جسدونه هم پراته دي. هغه وويل، د پرلت لومړۍ غوښتنه دا ده، چې د زيارت او هنه وړک د پېښو د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېسيون جوړ شي او په پېښه کې ښکېل کسان تر معلومېدو او نیول کېدو وروسته د قانون منګلو ته وسپارل شي. هغه زیاته، د دوی دويمه غوښتنه دا ده، چې له بلوچستان او په ځانګړې توګه د پښتنو له سيمو څخه باید هر ډول وسلهواله ډله واېستل شي او درېيمه غوښتنه دا ده، چې د ملېشه ځواک (اېف سي) پر ځای پوليس ځای پر ځای کړل شي. د یاد پرلت په شپږمه ورځ (سېشنبه د چنګاښ ۲۳مه) د پښتنو ملت پاله ګوندونو د مشرانو ترڅنګ د نورو سياسي ګوندونو مشران هم ورغلي او ويناوې یې کړې دي. د يادونې وړ ده،…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د پيټياېم غړی زبېر شاه اغا او نور خوشې کړي
Sources
Afghan sources
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د پيټياېم غړی زبېر شاه اغا او نور خوشې کړي