Summary: د پروان ولایت د بګرام له دوسرکې څخه د جبلالسراج تر بازاره پورې د سړک د دویم لین د قیر کولو چارې د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د پروان والي شیخ عزیز الرحمن منصور د دغه سړک جوړېدل د ولایت له مهمو بنسټیزو پروژو څخه وبلله او ویې ویل، چې د سړکونو پراختیا د ترانسپورټي اسانتیاوو د رامنځته کېدو، د خلکو تګ راتګ د اسانتیا او د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره مهمه ده. نوموړي د پروژې پر معیاري او باکیفیته پلي کېدو ټینګار وکړ او له قراردادي شرکت او اړوندو مسوولینو یې وغوښتل، چې د سړک د جوړولو چارې د تخنیکي معیارونو له مخې او په ټاکلي وخت بشپړې کړي. دغه راز د پروان ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي عزتالله عارف وویل چې دغه پروژه ۲۵،۶ کیلومتره اوږدوالی لري او ۳۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د نوموړي په وینا د یادې پروژې چارې به په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د بګرام–جبل السراج سړک د دویم لین د قیر کولو چارې پیل شوې