افغانستانامنیتدری

د بیلاروس نوي غیر مقیم سفیر خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-01 12:11:46🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بیلاروس نوي ټاکل شوي غیر مقیم سفیر الکساندر اوګورودنیکوف خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته سپارلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، امیرخان متقي د بیلاروس نوي ټاکل شوي غیر مقیم سفیر ته د هغه د نوي ماموریت د بري تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د وزارت په وینا، متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره اوسنی فرصت مهم بللی او د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی. د طالبانو بهرنیو چار وزارت زیاته کړې چې د بیلاروس نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر ژمنه کړې چې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي. کاملاګر ډوو د نیویارک ټایمز هغه راپور ته په غبرګون کې چې ګواکي د ترمپ دولت غواړي په لویزیانا کې د لسګونو نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۱۵۰ تنه د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي، ویلي چې دغو افغانانو د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا ۲۰ کلونو لپاره د امریکايي سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ژمنه کړې وه، چې د هغوی ساتنه به کوي. هغې ټینګار کړی، چې له دغو افغان…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-01 12:11:46

خط زمانی

  1. AF International

    د بیلاروس نوي غیر مقیم سفیر خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته سپارلی

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-01 09:19:08

د بیلاروس نوي غیر مقیم سفیر خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته سپارلی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button