دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اوکرایین لخوا روسیه کې د سونتوکو پر زیرمو له بریدونو وروسته د افغانستان د تېلو او ګازو له ۶۰ تر ۷۰ سلنې واردات بند شوي دي. له دې سره د افغانستان په کورني بازار کې د تېلو، ګازو او نورو نفتي توکو بیې لوړې شوې چې د خلکو شکایتونه هم ورسره ډېر شوي دي. د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت مرستیال حمدالله زاهد بيبيسي ته ویلي د دوی د حکومت لخوا واردېدونکو تېلو ته د نويو نورمونو له منظورېدو وروسته په تېر یو نیم – دوو کلونو کې تر ۷۰ سلنې نفتي توکي (ډيزل او پیټرول) چې له دغو نورمونو سره برابر وو د مرکزي اسیا له هېوادونو، بېلاروس، روسیې او اذربایجانه واردېدل. خو د ښاغلي زاهد په وینا دا چې په دې وروستیو کې د اوکرایین په بریدونو کې د روسیې د تېلو ځینې چاڼخونې او ستراتېژیکې زېرمې تخریب شوې، نو دغه هېواد د خپلو داخلي اړتیاوو پورته کولو لپاره د تېلو صادرات درولي او ترڅنګ یې د بېلاروس او اذربایجان ډېر صادرېدونکي تېل هم اوس روسیې ته ځي. نوموړی وايي دوی په کور د تولیدېدونکو تېلو د ظرفیت لوړولو ترڅنګ پر بېلابېلو لارو چارو کار کوي، چې دا ستونزه حل شي. هممهاله د افغانستان د تېلو او ګازو امارتي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل – BBC News پښتو