کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د مالیې وزارت وایي، د بېاسناده افغنستان لاس موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان کال تر پایه غځول شوی او له نن څخه د هېواد په اوو زونونو کې پیلېږي. د مالیې وزارت نن (سېشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د دغه وزارت د وړاندیز، د کابینې د تایید او د اسلامي امارت د مشر د منظورۍ پر بنسټ شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دغو موټرو د ثبت او محصول بهیر به د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندړز او خوست ـ پکتیا په زونونو کې پیل شي. سرچینه زیاتوي چې په دغه بهیر کې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۴ ماډل عادي موټرو لپاره ۳۵ سلنه او له ۲۰۰۵ تر وروستي ماډل پورې موټرو لپاره ۶۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی. همدارنګه، د عادي او زغرهوالو «یوکیلي» موټرو لپاره ۲۰ سلنه تعرفه ټاکل شوې ده. د مالیې وزارت ویلي چې په دې پرېکړه کې د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کې نیول شوی او د تېر کال په پرتله د تخفیف کچه لوړه او د «یوکیلي» موټرو تعرفه راکمه شوې ده. تېر کال د ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۴ ماډل موټرو لپاره ۳۰ سلنه او د ۲۰۰۵ او له هغه پورته ماډل موټرو لپاره ۴۰ سلنه تخفیف ټاکل شوی و؛ په داسې حال کې چې د عادي او…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د بېاسناده افغانستان لاس موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال تر پایه وغځېده
Sources
Afghan sources
د بېاسناده افغانستان لاس موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال تر پایه وغځېده