Summary: د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر له معین مولوي عتیق الله عزیزي سره کلتي دي. په دې ناسته کې د تاریخي اثارو د ساتنې، د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو بیارغونې او ثبت، د شهیدانو د څليو جوړولو او د زمري د ۲۴مې چې د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو د بریا ورځ بلل کېږي د شاندارو مراسمو د ترسره کولو پر اهمیت خبرې وشوې.باختراطلاعاتي اژانس د استول شویو معلوماتو پر بنسټ، ناسته کې د وزارت مسوولینو له لوري په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی او ټینګار شوی، چې پلان شوي پروګرامونه به ډېر ژر پلي کړي.
لنډ معلومات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-04 12:59:19
مهالوېش
-
Bakhtar
د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه ناسته وشوه