په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند پر وزیرانو او د پارلمان پر غړو د ناپېژاندو وسلهوالو د بریدونو او تښتونې پېښې زیاتې شوې دي. راپورونه ښیي، چې د پښتونخوا د ملي اسمبلۍ غړی زبیر خان په ډېره اسماعیل خان کې له خپل کور څخه تښتول شوی دی. د تیراه دغه اغېزمن وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان حکومت په امر د ژمي په سخت موسم کې زرګونه خلک له خپلو سیمو بېځایه شول او تر پراخو غبرګونونو وروسته هغه مهال یوه هوکړه هم لاسلیک شوه، چې پهکې له اغېزمنو سره په درېیو میاشتو کې خپلو سیمو ته د ستنېدو ژمنه شوې وه؛ خو دغه ژمنه لاهم یوازې د پاڼې پرمخ پاتې ده. د تيراه قبايلي مشر نوروز خان اپريدي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ويلي، چې حکومت يو وار بيا خپلو سیمو ته د تيرا د بېځایه شویو د ستنېدو لپاره د اکتوبر ۱۰مه نېټه ټاکلې ده. هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې هم په وار، وار د زيانمن شويو کسانو د بېرته ستنېدو ژمنې شوې وې. هغه زياته کړه، چې په هوکړهلیک کې پر وخت د ټرانسپورټ د پيسو ورکړه، مياشتنۍ کرايې او داسې نورې غوښتنې منل شوې وې؛ خو له بده مرغه ګڼې دغه غوښتنې نهدي پوره شوې. د تيراه اغېزمن د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د تیراه د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د تحریک انصاف ګوند د پراخ لاریون په درشل کې؛ ناپېژاندو وسلهوالو د پارلمان یو غړی تښتولی
Sources
Afghan sources
د تحریک انصاف ګوند د پراخ لاریون په درشل کې؛ ناپېژاندو وسلهوالو د پارلمان یو غړی تښتولی