کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د تدارکاتو کمېسیون د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې، په ۱۶ نورو پروژو کې یې تعدیلات راوستل او د یوې پروژې قرارداد یې لغوه کړ. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې ویلي چې د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوه. سرچینه زیاتوي چې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې او له بحث وروسته د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې او په ۱۶ پروژو کې یولړ تعدیلونه منظور شول. دغه راز د خبرپاڼې له مخې، د یوې پروژې قرارداد لغوه او د څلورو پروژو د تدارکاتي پروسو او قیمتونو په اړه ټاکلو شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو یې هراړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پکتیا ولایت په جانيخیلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د برېښنا د توزیع او انتقال او همداراز د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول او د پاتې چارو بشپړول شامل دي. اقتصادي معاونیت لیکلي چې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د تدارکاتو کمېسیون د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې
Sources
Afghan sources
د تدارکاتو کمېسیون د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې