KabulNewsافغانستاندری

لیان آمو ته: نړیوالو سیالیو ته چمتووالی نیسم | آمو ټلویزیون — Amu TV

در حال تکمیلNewsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-18 23:12:04🎙 رادیو را بشنوید

افغان حرفوي سوک‌وهونکی ادریس لیان د روسیې په پلازمېنه مسکو او د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د سوک‌وهنې دوو نړیوالو سیالیو ته د چمتووالي په موخه، په کابل کې سخت تمرینونه پیل کړي دي. نوموړی ورزشکار، چې د خپل ژوند ۱۵ کاله یې په سوک‌وهنه کې تېر کړي او پخوا د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډلې غړی هم پاتې شوی، هیله لري چې په دغو سیالیو کې د خپلو سیالانو په ماتولو سره افغانستان ته یو بل ویاړ ورپه برخه کړي. هغه هر سهار وختي د ورځې د څو ساعتونو تمرین په کولو سره د خپلې ورزشي کارنامې د لا بډاینې لپاره هڅې کوي. ادریس لیان تر اوسه په اماتور او حرفوي کچه په ۷۰ کورنیو او نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او په خپل ریکارډ کې یې د ناک‌اوټ له لارې ۶۲ بریاوې، د نمرو له مخې دوه بریاوې او یوازې دوه ماتې ثبت کړې دي. نوموړی د خپلو بریاوو تر شا د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د خپلې کورنۍ ملاتړ مهم بولي هغهه آمو ته وویل: «د خپلو هېوادوالو له لوري مې ملاتړ او هڅونه کېږي، له ټولو یې مننه کوم. تر ټولو لوی ملاتړ او هڅونه چې ما ترلاسه کړې، د خپلې کورنۍ له لوري وه. دا چې نن دې بریاوو ته رسېدلی یم، یوازې د خپلې کورنۍ د هڅونو له برکته دي.»…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-18 23:12:04

خط زمانی

  1. Amu TV

    لیان آمو ته: نړیوالو سیالیو ته چمتووالی نیسم | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-18 21:38:58

لیان آمو ته: نړیوالو سیالیو ته چمتووالی نیسم | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button