افغانستانامنیتدری

د ترکمنستان وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه — Bakhtar

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-01 13:08:40🎙 رادیو را بشنوید

Summary: له ترکمنستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا چې پرون په ياد هېواد کې د رامنځته شوې تخنيکي ستونزې له امله پرې شوې وه؛ د تخنيکي ستونزې تر اساسي حل وروسته؛ بېرته وصل شوې او افغانستان ته د برېښنا انرژۍ رالېږد عادي حالت ته راګرځېدلی دی. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د تخنیکي ستونزې له حل وروسته، د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان برېښنا ادارې (ترکمن انرګو) مسئولينو د دوامدارې همغږۍ په پایله کې؛ له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انرژۍ لېږد مزي په تدریجي ډول بېرته چالان شول."د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د يادې تخنيکي ستونزې پر مهال، د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا انرژۍ د کمښت جبران لپاره د شبکې له شته ظرفيتونو او له ګاونډ ازبکستان، ايران او تاجکستان هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا له بديلو سرچينو څخه استفاده وکړه او د اغېزمنو شويو سيمو د برېښنا تأمين يې تر زياته بريده مديريت کړ.اوس د تخنيکي ستونزې په حل سره، د ترکمنستان وارداتي برېښنا بېرته له افغانستان سره ونښلول شوه او د برېښنا انرژۍ تأمين به په اغېزمنو شويو سيمو کې په تدريجي ډول عادي حالت ته راوګرځي.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-01 13:08:40

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ترکمنستان وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-01 11:23:43

د ترکمنستان وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button