Politicsافغانستانپښتو

د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ او افغانتور امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه… — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-06 12:17:16🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري د معین مولوي قدرت الله جمال، د وزارت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا د رئیس مولوي محمد صادق صداقت او د افغانتور امارتي شرکت د رئیس محمد نبي بهاء په حضور کې؛ نن د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ د امر مولوي محمد زمان ناصري او د افغانتور امارتي شرکت د استازي نور محمد حسن خېل له لوري د دوه اخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. د باختر اطلاعاتي اژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دغه هوکړه لیک د لاسلیک کولو موخه د علمي، ښوونیزو او مسلکي وړتیاوو لوړول، د عملي زده کړو او کار زده کړې له لارې د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د تجربو او تخنیکي پوهې شریکول، د توریزم او هوټلدارۍ په برخه کې د خدمتونو کیفیت لوړول، له شته امکاناتو او ظرفیتونو څخه اغېزمنه استفاده او د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د ګډو ښوونیزو، څېړنیزو او پرمختیايي پروګرامونو پلي کول دي.د یاد هوکړه لیک له مخې به د دواړو لوريو په همکارۍ د لارښود (ګایډ) لپاره لنډمهاله، منځ‌مهاله او تخصصي روزنیز کورسونه، ورکشاپونه او سمنیارونه ترسره شي؛ د کار بازار د اړتیاوو مطابق درسي نصابونه به برابر شي؛ ګډې څېړنیزې پروژې به پلې شي؛ سیاحتي خدمتونه به وارزول شي؛ د مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره به روزنیز پروګرامونه ترسره او همدا رنګه د ګرځندوی مدیریت، «جي‌پي‌اس» کارونې، د ګرځندوی بازارموندنې، د ګرځندويي جاذبو او لرغونو اثارو د پېژندنې، هوټلدارۍ او مېلمه پالنې، له مراجعینو سره د اړیکو، بهرنیو ژبو، معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو اړوندو برخو کې به تخصصي – روزنیز پروګرامونه جوړ او ترسره شي.هېره دې نه وي چې د دوه اړخیزې همکارۍ د یاد هوکړه لیک عملي کېدل به، د توریزم او هوټلدارۍ په برخه کې د علمي، تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، د بشري سرچینو د ودې، سیلانیانو ته د خدمتونو کیفیت د ښه والي او له شته امکاناتو او ظرفیتونو څخه د ښې استفادې په برخه کې مهم رول لوبوي.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-06 12:17:16

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ او افغانتور امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-06 09:16:00

د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ او افغانتور امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button