افغانستانامنیتدریکندهار

د جاپان استازی: د طالبانو محدودیتونه د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ… — AF International

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-07 18:43:38🎙 رادیو را بشنوید

په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض له امله ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو محدودیتونه نه یوازې د نجونو پر اوسني ژوند اغېز کوي، بلکې د افغانستان راتلونکی هم ګواښي. د کندهار د وچکالۍ ځپلو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له امله یې د کرنې او څښاک اوبو په برخه کې ستونزې لا زیاتې شوې دي. دوی وايي، د اوبو د بندونو او کانالونو د جوړولو وس نه لري او له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي. د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد وايي، پخوا په سیمه کې کاریزونه بهېدل، خو له وچېدو وروسته خلکو د اوبو راایستلو لپاره لمریزې تختې وکارولې خو اوس د نوموړي په وینا، په ۲۰۰ مترۍ کې هم اوبه نه موندل کېږي. په غورک ولسوالۍ کې هم وچکالۍ ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړې کړې دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکی باز محمد وايي، « لومړی د کرنې اوبه ورکې شوې او وروسته د څښاک اوبه هم نایابه شوې، له همدې امله مې کور او ځمکې پرېښودا او ارغنداب ته کډه شوم، خو دلته هم د اوبو کچه د ښکته کېدو په حال کې ده». د ژیړۍ ولسوالۍ یو…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-07 18:43:38

خط زمانی

  1. AF International

    د جاپان استازی: د طالبانو محدودیتونه د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-07 16:05:03

د جاپان استازی: د طالبانو محدودیتونه د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button