Newsافغانستاندری

د جاپان یو ښارګوټی د خپل لومړي جومات په اړه له مظاهرو وروسته… — Bbc

در حال تکمیلNews1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-28 09:09:15🎙 رادیو را بشنوید

نن دا یوازې یو زرغون واښه‌لرونکی میدان دی، خو ډېر ژر به د جاپان د دې ښارګوټي د لومړي جومات د جوړېدو ځای وي. د دې سیمې یوه پخوانۍ اوسېدونکې نوریکو ایزومیزاوا، وايي: "دا خبره مې اندېښمنوي چې ښايي زموږ ټولنه بدله شي." د ټوکیو سوېل ته، د موټر شاوخوا یو ساعت په واټن کې پروت د سمندر غاړې ارام ښار فوجیساوا کې د اسلامي عبادتځای (جومات) د جوړېدو پلانونو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. ځینې خلک پرې غوسه او وېرېدلي دي، خو ځینې نور ورته هیله‌من ښکاري. دا بېلابېل غبرګونونه د کډوالۍ او ټولنیزو بدلونونو په اړه د خلکو مخ په زیاتېدونکو اندېښنو څرګندونه کوي، په داسې حال کې چې جاپان د نفوس د کمېدو او زړېدو له امله د کارګرانو له کمښت سره مخ دی. که څه هم کډوالي لا هم په جاپان کې یوه سیاسي او حساسه موضوع ده او سخت محدودیتونه پرې لګېدلي، خو جاپان ورځ تر بلې د تشو کاري بستونو د ډکولو لپاره پر بهرنیو کارګرانو ډېر تکیه کوي. د دې معنا دا ده چې له بېلابېلو کلتورونو، ژبو، مذهبونو او د ژوند له بېلابېلو طریقو سره ډېر کډوال جاپان ته راځي. له همدې امله، هغه بحث چې اوس د فوجیساوا او د جاپان په نورو ښارونو کې روان دی، د دې هېواد د ملي هویت او ځان‌پېژندنې له اساسي پوښتنو سره تړاو لري. ایزومیزاوا…

اطلاعات کوتاه

موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-28 09:09:15

خط زمانی

  1. Bbc

    د جاپان یو ښارګوټی د خپل لومړي جومات په اړه له مظاهرو وروسته له هویت سره مبارزه کوي – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-07-28 05:12:37

د جاپان یو ښارګوټی د خپل لومړي جومات په اړه له مظاهرو وروسته له هویت سره مبارزه کوي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button