د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو د ځانګړو عملیاتو په لړ کې تر لسو ډېر بېاسناده افغان کډوال نیولي دي. چارواکي وایي، دغه کسان د اسنادو د نهلرلو له امله نیول شوي او ډېر ژر به افغانستان ته واېستل شي. دغه پرېکړه ښايي د هغه سلګونه افغان ښځو د زدهکړو فرصت لهمنځه یوسي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس یوازې د انلاین زدهکړو له لارې لوړو زدهکړو ته لاسرسی لري. نیویارک ټایمز پنجشنبه (د تلې ۹مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره سېشنبه د افغانستان امریکايي پوهنتون د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ۲۵ مېلیون ډالرو مرستې غوښتنه رد کړې ده. د دغه پوهنتون سرپرست ډیویډ اېډوارډز ویلي، د پوهنتون د فعالیت دوام قرغزستان کې د منځنۍ اسیا له امریکايي پوهنتون سره په همکارۍ پورې تړلی دی. هغه ویلي، چې له دغه پوهنتون سره به همکاري وکړي؛ خو د منځنۍ اسیا امریکايي پوهنتون د زدهکړو (انلاین) پروګرام نهلري، په داسې حال کې چې انلاین زدهکړې اوسمهال په افغانستان کې د ښځو لپاره لوړو زدهکړو ته د لاسرسي یوازینۍ لار ده. د افغانستان امریکايي پوهنتون شاوخوا زر محصلان لري، چې ټول یې په انلاین بڼه زدهکړې کوي. د دغه محصلانو شاوخوا درې پر څلورمه برخه ښځې دي او نږدې ۹۰ سلنه یې په افغانستان کې ژوند…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د جبري ستنولو دوام؛ پولیسو په کراچۍ کې تر لسو ډېر بېاسناده افغان کډوال نیولي دي
منابع
Afghan sources
د جبري ستنولو دوام؛ پولیسو په کراچۍ کې تر لسو ډېر بېاسناده افغان کډوال نیولي دي