د جرمني فدرالي حکومت ویلي چې په جرمني کې د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ لا هم د هغو کسانو له خوا اداره کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون مخکې برلین ته لېږل شوي او په جرمني کې یې رسمي اعتبار ترلاسه کړی و. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسولان وایي، د دغه کنفرانس موخه د سلطان حسین بایقرا د علمي، فرهنګي او تاریخي ځایګي لا ښه معرفي کول، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو پراخول او د ګډو تمدني شخصیتونو په اړه د څېړنیزو همکاریو لپاره د زمینې برابرول دي. په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت الله فیضان ویلي چې په راتلونکې کې به هم د سیمې د هېوادونو په همکارۍ په هرات کې د سلطان حسین بایقرا په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ شي. په غونډه کې د ترکیې، ایران او ترکمنستان د کونسلګریو استازو د اسلامي تاریخ او تمدن د اغېزناکو څیرو د معرفۍ پر اهمیت ټینګار کړی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په هرات کې د ترکیې سرکونسل تز جان قاضي اوغلو ویلي چې افغانستان، ایران او ترکیه له پخوا راهیسې ژور فرهنګي او تمدني اړیکي لري او د دې ګډ میراث ساتنه به د علمي او فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا لامل شي. د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د جرمني حکومت: په جرمني کې افغان سفارت او کونسلګرۍ د پخواني حکومت ډیپلوماټان اداره کوي
سرچینې
Afghan sources
د جرمني حکومت: په جرمني کې افغان سفارت او کونسلګرۍ د پخواني حکومت ډیپلوماټان اداره کوي