افغانستانامنیتدری

د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د قضیې تمرکز بدل کړ — Dw

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-14 09:05:58🎙 رادیو را بشنوید

د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) قاضیانو پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه د محکمې د څېړنو هغه برخه به پای ته ورسوي چې د امریکايي پوځیانو د احتمالي جرمونو ارزونه پکې شاملېدای شوه او پر ځای یې د طالبانو له خوا د ترسره شویو ادعا شويو جرمونو پر څېړنه تمرکز وکړي. دغه پرېکړه د پنجشنبې په ورځ صادره شوې وه، خو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د نوامبر ۱۳مه) خپره شوه. دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر محکمې او د هغې پر ۱۳ اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو بندیزونه لګولي دي، ځکه واشنګټن د امریکايي اتباعو او د امریکا د متحدانو، لکه اسرائیل، په اړه د هر ډول څېړنې مخالفت کوي. د محکمې په پرېکړه کې ویل شوي چې د دې قضیې په اړه د څارنوالۍ د پلټنو او د شواهدو د راټولولو وړتیا له «جدي محدودیتونو» سره مخ شوې ده، خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوالۍ دفتر اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي چې د دې پرېکړې پر ضد یې لا دمخه د استیناف غوښتنه کړې ده. لا څرګنده نه ده چې آیا دا پرېکړه به د محکمې پر ضد د واشنګټن فشار کم کړي او که نه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو مخکې ګواښ کړی…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-14 09:05:58

خط زمانی

  1. Dw

    د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د قضیې تمرکز بدل کړ

منابع

External sources

DwPS
2026-11-14 09:03:31

د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د قضیې تمرکز بدل کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button