کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): ستره محکمه وایي، د ننګرهار د جلالاباد ښار د انګورباغ سیمې د ځمکې د ملکیت په اړه یې له نږدې اوو میاشتو څېړنو وروسته د پخوانۍ قضایي پرېکړې د تطبیق امر کړی او یاده ځمکه باید له غصبه راوګرځول او اصلي مالکینو ته وسپارل شي. د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصوراحمد حمزه پژواک ته وویل، د جلالباد د انګورباغ د ځمکې اړوند قضیه له کلونو راهیسې د محکمو تر څېړنې لاندې وه او په بېلابېلو دورو کې پرې قضایي پرېکړې شوې دي. هغه وویل، د قضیې له بشپړې څېړنې وروسته، د محکمو د پرېکړو له مخې څرګنده شوې چې یاده ځمکه د هغو اشخاصو حق دی چې په ګټه یې وروستۍ پرېکړه شوې ده او نور کسان پرې د غصب په توګه تصرف لري. د ده په خبره: «د پرېکړې له تطبیق وړاندې، د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولینو له لوري موضوع د مشرتابه (حفظهالله تعالی) عالي مقام ته وړاندې شوه. د مشرتابه عالي مقام له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو هیئت وټاکل شو چې د قضیې اړوند اشخاص هم پکې شامل وو، د هیئت له راپور وروسته، د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله تعالی مقام د احتیاط له مخې د پرېکړې د تطبیق ځنډولو امر وکړ او سترې محکمې ته یې هدایت وکړ چې قضیه په خپلواک ډول او له سره وڅېړي.» حمزه…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د جلالباد د انګورباغ د ځمکې په تړاو د سترې محکمې وضاحت
Sources
Afghan sources
د جلالباد د انګورباغ د ځمکې په تړاو د سترې محکمې وضاحت