افغانستانامنیتبدخشانپښتو

د جمعه فاتح له تسلیمېدو وروسته د نسي په غرونو کې د هغه… — AF International

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-17 16:42:33🎙 راډیو واورئ

سرچینو افغانستان انترنشنل ته ویلي چې د جمعه خان فاتح له تسلیمېدو وروسته د هغه پاتې وسله‌وال د بدخشان د نسي ولسوالۍ غرونو ته ختلي او له نا معلو برخلیک سره مخ دی. سرچینې وايي، طالبان په سیمه کې د عملیاتو چمتووالی نیسي. افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې په جلاوطنۍ کې له یوشمېر پخوانیو پوځیانو سره د هغوی د وضعیت په اړه مرکې کړې دي. د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو زرګونه غړي، افسران، د امنیې قوماندانان او نور امنیتي کارکوونکي د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده جلاوطنه شول. د دوی ډېری برخه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته ولاړل. هغه پوځیان چې کلونه یې د افغانستان د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی و، اوس له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ، کډوالۍ، امنیتي ګواښونو او د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. یوشمېر پخواني سرتېري وایي، چې په ایران او پاکستان کې د سختو اقتصادي او قانوني شرایطو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، د پخواني نظام د امنیتي ځواکونو د غړو په توګه د نورو افغان کډوالو پرتله له ډېرو ګواښونو سره مخ دي. ځینې یې اندېښنه لري، چې که افغانستان ته بېرته ستانه کړل شي، ښايي ژوند او امنیت یې له ګواښ سره مخ شي. د…

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-17 16:42:33

مهالوېش

  1. AF International

    د جمعه فاتح له تسلیمېدو وروسته د نسي په غرونو کې د هغه کسان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-17 11:14:38

د جمعه فاتح له تسلیمېدو وروسته د نسي په غرونو کې د هغه کسان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button