Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو ۱۴۴ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د تلې په ۳مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۶ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۱ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۸۵ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۲ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون همدارنګه په تورخم کې له ۱۶ کورنیو، سپین بولدک کې له ۱۱ کورنیو، نیمروز کې له ۴ کورنیو، هرات کې له ۱۲ کورنیو او کابل کې له ۴ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۵۹۸ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۹۷۴ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۵۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د جمعې د افغان مهاجرینو نږدې ۱۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
Sources
Afghan sources
د جمعې د افغان مهاجرینو نږدې ۱۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي