Diplomacyافغانستاندریکندهار

د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو شاوخوا ۵۰ کورنۍ له پاکستان او… — Bakhtar

در حال تکمیلDiplomacyکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-31 22:15:18🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ۵۱ کورنۍ افغان مهاجرین را ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د لړم میاشتې په ۸مه نېټه د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۰ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۸ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ پرون همدارنګه تورخم کې له ۳۶ کورنیو، سپین بولدک کې له ۱۰ کورنیو، هرات کې له ۳ کورنیو، نیمروز کې له ۲ کورنيو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۳۷ مهاجرین او همدا راز د نیمروز له لارې ۱۳۱۹ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۱۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-31 22:15:18

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو شاوخوا ۵۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-31 10:48:11

د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو شاوخوا ۵۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button