DiplomacyKabulافغانستانپښتو

د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ هېواد… — Bakhtar

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-01 09:27:14🎙 راډیو واورئ

Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو ۴۱۳ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري ۹مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۶۳کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۳۲ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۸کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۳۲۶ کورنیو، سپین بولدک کې له ۳۳ کورنۍو،هرات کې له ۱۸ کورنیو او کابل کې له ۴۱ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۸۱۸ مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۴۲۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-01 09:27:14

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-01 07:14:17

د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button