د پاکستان د جنرالواکۍ سیاسي اجنډا تل د ملکي سیاسي نظام کمزوري کول او د خپلې هژمونۍ ټینګول پاتې شوي دي. په دې لاره کې یې تل له اساسي قانون څخه د انحراف لاره خپله کړې ده. د مارشال عاصم منیر د واکمنۍ دوره هم په بشپړه معنا د همدې ځانګړنو لرونکې ده. افغانستان نن هم د نړۍ د ډېرو خلکو په ذهن کې د یوه جګړهځپلي، وینلړلي او له بحران سره مخ هېواد په توګه پېژندل کېږي؛ داسې هېواد چې له لسیزو راهیسې یې د سولې، ثبات او پرمختګ په فضا کې د ساه اخیستو فرصت نه دی موندلی. په هره جګړه کې ښکېل لوري هڅه کوي چې خپل اقدامات مشروع او د مقابل لوري چلند نامشروع وښيي. په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په ټولنه کې د دین د مقام له امله، دا کار ډېری وخت د دیني مفاهیمو او ارزښتونو په کارولو سره ترسره شوی دی. نږدې ټولو ښکېلو جریانونو په بېلابېلو پړاوونو کې هڅه کړې چې خپلې جګړې ته شرعي او اخلاقي سند پیدا کړي او په مقابل کې د وینې تویولو او ویجاړۍ مسوولیت د مقابل لوري پر غاړه واچوي. د افغانستان د پرله پسې جګړو د لاملونو او عواملو په اړه ډېرې څېړنې شوې دي او عامه افکار هم تر یوه بریده د دې بحران له کورنیو او بهرنیو ریښو سره بلد شوي دي….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
پاکستان کې د ایالتونو د وېش شخړه