EnglishHealthKabulافغانستان

هلمند کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-10 11:52:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۱۵ عزم قول‌اردو وایي چې د هلمند د واشير ولسوالۍ په ښوراب سیمه کې د کندهار – هرات پر لويه لار د یوه بس او ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د ۲۱۵ عزم قول‌اردو مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه نن (جمعه) د واشير ولسوالۍ اړوند د شوراب په سیمه کې د کندهار – هرات پر لویه لار شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ښوراب ساحوي روغتون طبي ډلې د روغتون د قوماندان الحاج ډاکټر نعمت‌الله امین په مشرۍ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. د ښوراب ساحوي روغتون د قوماندان په وینا، ټولو ۱۶ ټپیانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي. سرچینه زیاتوي، د پېښې له ځایه د پنځو کسانو جسدونه هم ښوراب ساحوي روغتون ته لېږدول شوي، خو د پېښې د لامل او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-10 11:52:02

Timeline

  1. Pajhwok

    هلمند کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-10 16:21:56

هلمند کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button