DiplomacyKabulافغانستاندری

د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰کورنۍ هېواد ته… — Bakhtar

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-08 10:27:23🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو ۴۴۲ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري په ۱۶مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۵۹ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۳۱ کورنۍ، د نیمرزو ولایت د ورېښمو له لارې ۳۹ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۵ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۳۵۴ کورنیو، سپین بولدک کې له ۳۱ کورنۍو، نیمروز کې له یوې کورنۍ، هرات کې له ۱۳کورنیو او کابل کې له ۷۲ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۲۲۱مهاجرين او د نیمروز له لارې ۲۳۶ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.پرون همدرانګه ۱۱۶۳کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او په دې سره تر دې مهاله د وېشل شویو شوو نمرو مجموعي شمېر ۶۵ زره ۱۵۵ ته ورسېد. د یادونې وړ ده، چې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۳۹۵ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-08 10:27:23

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-08 06:34:47

د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button