Englishافغانستانامنیت

د جمهوریت له سقوط وروسته؛ د طالبانو، مخالفینو، سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ته… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-12 16:10:47🎙 Listen to radio

په سیاست او مخالفت کې د مقابل لوري پېژندل مهم دي. که د مقابل لورې قوت او ضعف نقطې ونه پیژنۍ، هیڅکله په سطحي او مقطعي تاکتیکونو او دروغو د دښمن مخه نشې نیولې. خو کله چې ټولنې د منځنیو پېړیو له حالاتو څخه ووتلې، سواد پراخ شو، د یوه غږ واکمني پای ته ورسېده او ګڼ علوم او افکار عام شول، نو هغه فکري چاپېریال هم ورو ورو له منځه ولاړ. له دې سره، متصلب او انحصارپال قضاوتونه مسخره او د فکري نابالغۍ نښه وګڼل شول. دې بدلون ته په اصطلاح «د فکري چوکاټ بدلون» یا پارادایم بدلون (Paradigm Shift) ویل کېږي. نابالغې ټولنې په وچ‌فکرۍ، فکري سخت‌دریځۍ، تعصب او داسې سخت‌ګیرۍ کې ښکېلې وي چې د بالغو ټولنو له نظره ماشومانه او خامې ښکاري. د افغانستان په ګډون، یو شمېر ختیځې ټولنې لا هم تر ډېره د منځنیو پېړیو په فکري فضا کې ژوند کوي. له همدې امله، د هغو مسایلو په اړه چې په طبیعي ډول د نظر اختلاف پکې موجود وي، له سختو احساساتي غبرګونونو او په عامه اصطلاح له جذباتي چلند سره مخ کېږي. د همدې ډول ذهنیت په چاپېریال کې داسې ادبیات رامنځته کېږي چې موږ یې «تکفیري ادبیات» بولو. تکفیري ادبیات دې ته ویل کېږي چې د خپل او بل ترمنځ د نظر اختلاف د حق او باطل، هدایت او ګمراهۍ، ایمان او…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-12 16:10:47

Timeline

  1. AF International

    د جمهوریت له سقوط وروسته؛ د طالبانو، مخالفینو، سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ته کتنه

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-12 15:00:03

د جمهوریت له سقوط وروسته؛ د طالبانو، مخالفینو، سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ته کتنه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button