Summary: د جوزجان او د ازبکستان د خوارزم ولایت د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د B2B سوداګریزو اړیکو ناسته په شبرغان ښار کې ترسره شوه، چې په پای کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت لومړني هوکړهلیکونه او قراردادونه لاسلیک شول. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د دواړو ولایتونو مسوولانو، سوداګرو او پانګهوالو ګډون کړی و او د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا، ګډو بازارونو د رامنځته کولو، د تولیداتو د تبادلې او ګډې پانګهونې پر فرصتونو خبرې وشوې. د جوزجان د مقام مرستیال قاري محمد نسیم عزت او د خوارزم مرستیال والي عليشېر دوستجانوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وکړې. د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي نیازمحمد تواب وویل، چې دغه ولایت د اوبو، برېښنا، ګازو او کانونو په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او د صنعتي او تولیدي پانګهونې لپاره مناسب فرصتونه برابرولی شي. د ناستې په پای کې د غالیو، بخاریو، ساختماني توکو او یو شمېر نورو صنعتي او سوداګریزو برخو کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت لومړني هوکړهلیکونه او قراردادونه لاسلیک شول. د مسوولانو په وینا، یاد قراردادونه به د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د اړینو پړاوونو له بشپړېدو او د دواړو لورو د منل شویو شرطونو له تایید وروسته نهایي شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د جوزجان او خوارزم سوداګرو ترمنځ د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شول
سرچینې
Afghan sources
د جوزجان او خوارزم سوداګرو ترمنځ د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شول