Englishافغانستانامنیتبلخ

د حمزه بابا کمپ مسوولین: په تېره یوه ورځ کې مو له ۲۱۵… — AF International

DevelopingSecurityبلخ1 SourcesUpdated: 2026-10-26 23:35:46🎙 Listen to radio

د پښتونخوا په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نوم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د کمپ مسوولین وایي چې له دغه مرکز څخه یې په تېره یوه ورځ کې له ۲۱۵ څخه زیات افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي. د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام‌الله وزیر افغانستان انټرنیشنل – پښتو ته ویلي چې افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال لومړی د حمزه بابا کډوالو کمپ ته لېږدول کېږي.د نوموړي په وینا، په دغه کمپ کې د ستنېدونکو کډوالو نوم‌لیکنه، ثبت او نورې اړینې قانوني چارې بشپړېږي او له هغې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استول کېږي.انعام‌الله وزیر ویلي چې له افغان کډوالو ته په دغه مرکز کې د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي او له کمپ څخه تر تورخم پورې ورته وړیا ترانسپورټ هم ورکول کېږي.بلخو پېښور ښار پولیسو د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د نیولو او بېرته افغانستان ته د ستنولو د احتمالي عملیاتو لپاره ۱۲۰ امنیتي ډلې جوړې کړې دي.له جوړو شویو ۱۲۰ ډلو څخه به ۵۰ ډلې په بازارونو او سوداګریزو مرکزونو کې ځای پر ځای شي په داسې حال کې چې پاتې ۷۰ ډلې به د پېښور په بېلابېلو سیمو، کنټونمنټ، رینګ روډ او کلیوالو سیمو کې فعالیت وکړي.پولیسو سرچینو وايي، په بازارونو، استوګنیزو سیمو، کرايي کورونو او ښوونیزو ادارو کې د بې‌اسناده…

Quick facts

Locationبلخ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-26 23:35:46

Timeline

  1. AF International

    د حمزه بابا کمپ مسوولین: په تېره یوه ورځ کې مو له ۲۱۵ څخه زیات افغانان ستانه کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-26 21:46:43

د حمزه بابا کمپ مسوولین: په تېره یوه ورځ کې مو له ۲۱۵ څخه زیات افغانان ستانه کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button