د عکس سرچینه، AL MASIRAH/Handout via REUTERS د ایران بهرنیو چارو وزارت د جمعې په سهار (د وږي ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې د یمن د جګړې وروستیو بدلونونو ته اشاره کړې او د دغه هېواد د پوځي محاصرې د پای ته رسېدو او د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه یې کړې ده. په هغه اعلامیه کې چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خپره کړې، راغلي: "د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي امت د ګټو او مصلحتونو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د لویدیځې اسیا سیمه د صهیونیستي رژیم د بې ساري شرارت، ظلم او پراختیا غوښتنې او د امریکا د همکارۍ سره مخ ده، یادونه کوي چې د یمن اړوند ستونزې د محاصرې دوام او د پوځي ائتلافونو په جوړولو نه شي حل کېدای." د اعلامیې په پای کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت "د هوکړه شوې نقشې پر بنسټ د خبرو د سملاسي بیا پیل او د هغې د مادو د عملي کولو" پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تهران "په دې لاره کې د هر ډول غوره هڅو او منځګړیتوب لپاره چمتو دی." دا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې راپورونو د مُخا بندر په ګډون د یمن په ځینو سیمو کې د حوثیانو د پرمختګ خبر ورکړ. د راپورونو له…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
د حوثیانو لخوا د مخا بندر له نیولو سره هممهاله ایران د یمن محاصرې ختمېدو او د خبرو پیل غوښتنه وکړه – BBC News پښتو
Sources
External sources
د حوثیانو لخوا د مخا بندر له نیولو سره هممهاله ایران د یمن محاصرې ختمېدو او د خبرو پیل غوښتنه وکړه – BBC News پښتو