په دې خپرونه کې د «ګلستان» کتاب راخلو؛ هغه ستر اثر چې د شیخ مصلحالدین سعدي شیرازي دی، چې په «سعدي» مشهور دی او د ایران او نړۍ له نامتو شاعرانو او لیکوالانو شمېرل کېږي. سعدي په اوومه هجري پېړۍ، چې له دیارلسمې میلادي پېړۍ سره سمون خوري، ژوند کاوه. ګلستان د فارسي ادب د نثر له سترو شاهکارونو دی. سعدي دغه اثر په ۶۵۶ هجري قمري کال کې ولیکه او په کې یې خپلې تجربې، لیدنې او د ژوند مشاهدې د بېلابېلو حکایتونو په بڼه بیان کړې دي. په دې کتاب کې د مینې، اخلاقو، ټولنې، انسانانو، پاچاهانو، دروېشانو، صوفیانو او نورو خلکو په اړه داسې کیسې راغلې چې تر شا یې ژور اخلاقي او ټولنیز پیغام پروت دی. ګلستان یوازې د سعدي د فکر، عرفان او ټولنیزو لیدلورو هنداره نه ده؛ بلکې د هغه وخت د خلکو د ژوند، اخلاقو او ټولنیزو اړیکو یو انځور هم وړاندې کوي. د سعدي د لیکنو یوه ځانګړنه د هغه خوږه ژبه، ظریف طنز او ژوندی بیان دی. له همدې امله، له اووه سوه کلونو ډېر وخت تېرېدو سره سره، د هغه نثر لا هم روان، خوږ او زړه راښکونکی دی. روایت دی چې په پخوا زمانو کې یو شاعر و. هغه به له یوه ځایه بل ځای ته سفر کاوه او د شتمنو او مخورو خلکو ستاینه او صفت به یې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د حکایتونوکاروان (۴)