په دې خپرونه کې مو د فارسي ژبې د ادبیاتو د یوه بل شاهکار، د شیرازي سعدي «بوستان» کتاب ته سر ورښکاره کړی او له دې رنګین او خوشبویه بوستانه مو یوه ښکلې او خوږه کیسه ستاسو لپاره راټوله کړې ده. په دې پروګرام کې د کیسو پر قطار سپرېږو او د خوږو او اورېدلو وړ حکایتونو نړۍ ته سفر کوو؛ داسې ځای ته چې هلته خپل ټول فشارونه او اندېښنې پرېږدو، خوښۍ له ځان سره ملګرې کوو او په هر تمځای کې یوه له پنده ډکه کیسه زموږ انتظار باسي، څو وکولای شو د خپل ژوند کیسه لا ښکلې ولیکو. لکه مخکې مو چې ویلي وو، سعدي د ایران له نامتو شاعرانو و، چې په اوومه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. نوموړی په ځانګړي ډول د خپلو دوو ستر ادبي اثارو، «ګلستان» او «بوستان» له امله په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی دی؛ «ګلستان» په نثر او «بوستان» په نظم لیکل شوی دی. «بوستان» چې «سعدينامه» هم بلل کېږي، د شیخ مصلحالدین سعدي شیرازي لومړنی کتاب دی. په دې کتاب کې د سعدي د سفرونو او بېلابېلو حکایتونو کیسې د مثنوي په بڼه او شاوخوا څلور زره بیتونو کې وړاندې شوې دي. د دغه کتاب لیکل له هغې دورې سره هممهاله وو چې مغولو پر ایران پراخ بریدونه کول او په ټولنه کې یې د ناپوهۍ، بېمروتۍ او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د حکایتونوکاروان (۷ )