پارس ټوډې – د محمدعلي جابري له خوا لیکل شوی «خامنهیې عزیز» کتاب، چې د انقلاب د شهید رهبر په اړه ۲۰۰ لږ اورېدل شوې کیسې او د هغه د ژوند او سیرت په اړه د مستندو خاطرو او روایتونو ټولګه ده، د «حماسه یاران» خپرندویې ټولنې له خوا د کتابونو بازار ته وړاندې شو. پارس ټوډې زمونږ د خبریال د راپور له مخې، دغه اثر د هغو خاطرو په کارولو سره، چې د څو کلونو څېړنو په ترڅ کې راټولې شوې دي، هڅه کوي د حضرت آیتالله سیدعلي خامنهیي، د انقلاب د شهید رهبر، د ژوند د بېلابېلو اړخونو یو روښانه او صمیمي انځور وړاندې کړي؛ داسې انځور چې د تاریخي او سیاسي اړخونو ترڅنګ، د هغه شخصیت اخلاقي، معنوي او ولسي ځانګړتیاوې هم بیانوي. محمدعلي جابري د کتاب په سریزه کې د روایتونو د راټولولو او غوره کولو بهیر ته اشاره کړې ده. له هغو څه باندې ۱۵۰۰ خاطرو څخه چې د کلونو په اوږدو کې راټولې او څېړل شوې وې، څه باندې ۲۰۰ روایتونه غوره شوي او له انتخاب او بیا لیکنې وروسته د دغه کتاب په بڼه لوستونکو ته وړاندې شوي دي. د کتاب روایتونه لنډ، خو له محتوا ډک دي او د انقلاب د شهید رهبر د ژوند بېلابېل پړاوونه رانغاړي؛ د ماشومتوب او کورني ژوند له شرایطو څخه نیولې، د ژوند تر سختو ورځو،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د «خامنهیې عزیز» کتاب خپور شو