DevelopmentKabulافغانستاندری

د خاک‌جبار ولسوالۍ لمریزې برېښنا پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبرې… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-10 22:42:05🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کابل والي ملا امین‌الله عبید د عزیزي انرژۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د خاک‌جبار ولسوالۍ د ۲۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د طرحې، تخنیکي چارو، تطبیق او پرمختګ په اړه خبرې او هر اړخیز بحث وکړ. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر لیکلي، په دې کتنه کې د یادې پروژې د تخنیکي او طرحه‌ ریزي چارو، د عملي تطبیق څرنګوالي، اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ، د پروژې د پرمختګ او په کابل کې د لمریزې برېښنا د تولید د ظرفیت د پراختیا په اړه خبرې اترې شوې دي.د کابل والي په یاده کتنه کې د یادې پروژې د چارو د چټکتیا، کیفیت او اغېزمنتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.نوموړي ډاډ ورکړی، چې د کابل ولایت مقام به د پروژې د چارو د اسانتیا او اړینې همغږۍ په برخه کې، په ځانګړي ډول د ځمکې د انتقال اړوند موضوعاتو کې لازم ملاتړ او همکاري وکړي.ورته مهال د عزیزي انرژۍ مسوولینو هم د پروژې د تخنیکي چارو، پلان او راتلونکو اجرااتو په اړه معلومات وړاندې کړي او د پروژې د چارو د منظم پرمختګ او عملي تطبیق لپاره یې د اړوندو ادارو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.د یادونې وړ ده، چې د خاک‌جبار ولسوالۍ د ۲۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د برېښنا د تولید د ظرفیت لوړولو، د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو او د لمریزې انرژۍ د پراختیا په برخه کې یوه مهمه پروژه بلل کېږي، چې په عملي کېدو سره به یې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-10 22:42:05

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د خاک‌جبار ولسوالۍ لمریزې برېښنا پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبرې وشوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-10 11:15:27

د خاک‌جبار ولسوالۍ لمریزې برېښنا پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبرې وشوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button