که تاسو ته دا غوراوی درکړل شي چې سملاسي ۵۰٬۰۰۰ ډالر ترلاسه کړئ، یا د ۱ میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰ سلنه فرصت ولرئ، کوم یو به انتخاب کړئ؟ د نړیوالې څېړنې او د معلوماتو د تحلیل شرکت YouGov په یوه وروستۍ څېړنه کې ۴٬۶۰۰ بریتانوي لویانو ته ورته یوه معما وړاندې کړه. نژدې درې پر څلورمه برخه (۷۳ سلنه) کسانو وویل چې همدا اوس به ۵۰٬۰۰۰ پونډه واخلي. یوازې له پنځمې برخې لږ زیات (۲۱ سلنه) کسانو د ۱ میلیون پونډو د ګټلو چانس انتخاب کړ او ۶ سلنه ګډونوالو پرېکړه نه شوای کولی چې څه وکړي. د ښځو او نارینهوو ترمنځ د پام وړ توپیر هم ولیدل شو: ۸۲ سلنه ښځو د ۵۰٬۰۰۰ پونډو انتخاب وکړ، په داسې حال کې چې د نارینهوو ۶۳ سلنه د همدې انتخاب پلوي وو. په لومړي سر کې دا سروې یوازې په بریتانیا کې ترسره شوه او پایلو یې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راوپارول. یوه شنونکي وویل: "بریتانیا باید د نړۍ تر ټولو له خطره ډډه کوونکې ټولنه وي!" بل کس بیا وویل: "همدا د بریتانیا ستونزه ده!" خو ایا رښتیا هم داسې ده؟ ایا بریتانویان ــ او ښايي تاسو هم، که لومړی انتخاب مو کړی وي ــ په غیرمنطقي ډول له خطره ډډه کوي؟ یو کس چې له دې نظر سره مخالفت کوي، د بيبيسي د اقتصادونو اېډېټر فیصل اسلام…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
د خطر منلو روانپوهنه؛۵۰ زره نغد ډالر انتخابوئ، که د یو میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰/۵۰ چانس؟ – BBC News پښتو
منابع
External sources
د خطر منلو روانپوهنه؛۵۰ زره نغد ډالر انتخابوئ، که د یو میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰/۵۰ چانس؟ – BBC News پښتو