Healthافغانستانخوستدری

د خوست ـ ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 08:18:59🎙 رادیو را بشنوید

خوست ښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د خوست ـ ګردېز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. د خوست امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي، پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د «دوه‌سرکې» په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه د معلوماتو له مخې، په پېښه کې یو «اېکس‌لاس» ډوله موټر له یوه «هینو مازدا» ډوله موټر سره ټکر کړی دی. د ده په وینا، په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. احرار زیاتوي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي قوانین مراعات کړي، له بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د سړکونو د تګ راتګ اصول په پام کې ونیسي.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 08:18:59

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د خوست ـ ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 12:48:35

د خوست ـ ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button