Healthافغانستانپښتوخوست

د خوست ولایتي تخصصي روغتون کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د… — Pajhwok

روان خبرHealthخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-17 10:12:53🎙 راډیو واورئ

خوست ښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د خوست ولایتي تخصصي روغتون کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د جدي څارنې (ICU) نوې لس بستریزه او په عصري طبي تجهیزاتو سمباله څانګه پرانیستل شوه. د خوست ولایت مقام يوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه څانګه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه جوړه شوې او د جدي ناروغانو لپاره به د معیاري درملنې او پاملرنې خدمات وړاندې کوي. د خبرپاڼې له مخې، د خوست د عامې روغتیا ريیس مولوي اخترمحمد عکرمه، د پرانیستې په مراسمو کې وویل، پخوا د جدي څارنې د خدماتو د نشتوالي له امله ناروغان او د هغوی کورنۍ له ستونزو سره مخ وو، خو د دې څانګې په فعالېدو سره به ناروغانو ته پر وخت او معیاري خدمات وړاندې شي. د خوست مرستیال والي مولوي محبوب‌شاه قانت ویلي چې ولایتي اداره به د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او له روغتیايي کارکوونکو یې غوښتي چې ناروغانو ته په اخلاص او مسلکي ډول خدمت وکړي. په يادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني ویلي چې د هېواد په کچه روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراخېدو لپاره هڅې روانې دي او د روغتیايي تشکیل د پیاوړتیا برخه کې هم عملي اقدامات کېږي. د عامې روغتیا وزارت د ICU برخې ريیس ډاکټر حکیم…

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-17 10:12:53

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د خوست ولایتي تخصصي روغتون کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د جدي څارنې لس بستريزه څانګه پرانیستل شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-17 14:39:34

د خوست ولایتي تخصصي روغتون کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د جدي څارنې لس بستريزه څانګه پرانیستل شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button