Summary: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري نن په کابل کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د توشیح شوي قانون د ښه تطبیق په موخه د خصوصي سکټور له غړو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت مسوولینو په یاده غوڼده کې وویل چې په دې قانون کې د خصوصي سکټور، دولتي سکټور او ولس حقونه او مسوولیتونه په ګوته شوي او هيڅوک اجازه نلري، چې د هېواد بازارونو ته غیر قانوني او قاچاقي توکې وارد کړي. د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني په دغه غونډه کې وویل چې له دې وروسته به ټولې چارې د نوي قانون پر بنسټ تنظیم شي، څو هېواد کې د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ ولس ته معیاري خدمتونه وړاندې شي. د نوموړي په خبره د دغه قانون له مخې هر هغه توکي قاچاقي بلل کېږي، چې ګمرکي پړاوونه یې نه وي بشپړ کړي. په همدې حال کې د یاد زوارت د باغدارۍ او صحت حیواني عمومي رئيس مفتي ذاکرالله ذاکر وویل چې د دې قانون تطبیق کولای شي د غیر معیاري او بې کیفیته محصولاتو د تولید او واردېدو مخه ونیسي، د کورنيو تولیداتو لپاره سالم رقابتي چاپېریال رامنځته کړي؛ د پانګونې فرصتونه زیات کړي او کرنې او مالدارۍ سکټور د دوامدارې ودې زمینه برابره کړي. هغه څرګنده کړه، چې د دې قانون بریالی تطبیق یوازې د یوې ادارې مسوولیت نه دی، بلکه د وزارتونو، خپلواکو ادارو، امنیتي ارګانونو، ګمرکونو، خصوصي سکټور او ټولو اړوندو بنسټونو ګډې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. د یادونې وړ ده، چې د خصوصوي سکټور یو شمېر مسوولینو هم د یاد قانون په توشیح کېدلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې سره به افغان بازارونو کې د بې کیفیته توکو مخه ډب او ځای به یې معیاري توکي ونیسي او د دې ترڅنګ به په یاده برخه کې سوداګرو او هېوادوالو ته ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق په موخه د پوهاوي غونډه وشوه
سرچینې
Afghan sources
د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق په موخه د پوهاوي غونډه وشوه