افغانستانامنیتپښتو

افغان ټکسي‌چلوونکي د موسیقۍ په غږولو د طالبانو بندیز ننګوي — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-26 08:36:12🎙 راډیو واورئ

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې یو شمېر ټکسي‌چلوونکي د طالبانو د موسیقۍ له بندیز سره سره په خپلو موټرو کې سندرې غږوي او د هغوی په وینا، دا کار د محدودیتونو پر وړاندې د اعتراض یوه بڼه ده. ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ (د تلې ۳مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په زیاتېدونکي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه توصیف کېدای شي او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت په همدې نوم په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړه، چې افغان ښځې د دې موضوع د مطرح کولو په لومړۍ کرښه کې دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی غږ واوري. هغه «جنسیتي اپارتاید» د «جنسیت پر بنسټ د بنسټیز شوي تبعیض، بېلتون، واکمنۍ او ځپنې نظام» وباله او ویې ویل، د دې اصطلاح کارول باید له همدا اوس څخه پیل شي؛ په ورته وخت کې د دې اصطلاح د قانوني کېدو او په رسمیت پېژندلو هڅې هم باید روانې وي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې کړنې یو شان نه‌وې. د هغه په وینا، د سرغړونو د ثبت او حساب ورکونې په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي، خو که د بریا معیار د…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-26 08:36:12

مهالوېش

  1. AF International

    افغان ټکسي‌چلوونکي د موسیقۍ په غږولو د طالبانو بندیز ننګوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-26 06:43:34

افغان ټکسي‌چلوونکي د موسیقۍ په غږولو د طالبانو بندیز ننګوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button