کندهار (پژواک)- د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او دامان ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوه بل کس ځانوژنه کړې ده. د یادې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کندهار ښار د دوولسمې حوزې اړوند له اتفاق جامع جومات سره نږدې نامعلومو کسانو یو کس وژلی او د هغه لاس، پښې، غاړه او پوزه یې پرې کړي دي.» هغه زیاته کړې چې د دغه وژلشوي کس جسد نن میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی. د نوموړي په وینا، تر اوسه د وژل شوي کس هویت نه دی معلوم او خپلوان یې هم نه دي موندل شوي. ښاغلي جمشید همدارنګه وویل چې په یوه بله پېښه کې د کندهار د دامان ولسوالۍ په مهمندو کلي کې یوه ۶۰ کلن سړي خپله ۵۰ کلنه مېرمن د تفنګچې په ډزو وژلې ده. د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې دغه سړي وروسته خپل ځان هم د تفنګچې په ډزو وژلی دی. د سرچینې په وینا، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم شوی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوه ځانوژنه کړې
منابع
Afghan sources
کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوه ځانوژنه کړې