Newsافغانستاندری

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د کارګرانو د پېرلو توان ۲۵… — Amu TV

در حال تکمیلNews1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-12 18:32:15🎙 رادیو را بشنوید

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پی) په خپل تازه راپور کې خبر ورکړی چې په افغانستان کې د بې مسلکه کارګرانو د پېرلو او اخیستلو واقعی توان د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه ټیټ شوی دی. د دغې نړیوالې ټولنې په وینا، د کارګرانو په درامد کې دا سخته لوېدنه د کاري موقعیتونو د محدودېدو، د ورځنیو مزدوریو د ټیټېدو او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د پورته کېدو له امله رامنځته شوې ده. د دغه راپور پر بنسټ چې د اکتوبر میاشتې لومړۍ اوونۍ پوښي، په هېواد کې غیرماهر کارګران په منځني ډول په ټوله اوونۍ کې یوازې دوه ورځې کار موندلی شي. دا شمیره د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه او د درې کلن اوسط په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښیي. دغه راز د تازه سروې شواهد اټکل کوي چې د يوه نا مسلکي کارګر ورځنۍ منځنۍ مزدوري ۲۹۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده، چې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه او د درې کلن اوسط په پرتله ۶ سلنه زیان ښيي. د کاري ورځو کمښت او د ارزانه اوړو د نرخونو ختلو ته په پام سره، د کارګرانو پیرلو توان د تېر کال پرتله ۲۵ سلنه او د تېرو دریو کلونو د متوازن اوسط پر تله ۳۰ سلنه راپېوته شوی دی. دا مالي فشارونه پر داسې مهال دوام لري چې په محلي…

اطلاعات کوتاه

موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-12 18:32:15

خط زمانی

  1. Amu TV

    د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د کارګرانو د پېرلو توان ۲۵ سلنه کم شوی دی | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-12 09:19:13

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د کارګرانو د پېرلو توان ۲۵ سلنه کم شوی دی | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button