DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د خوړو نړۍوال پروګرام غزه کې د خوراکي توکو د مرستې لپاره د… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-19 11:12:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د بودجې د کمښت له امله په غزه کې خپلې میاشتینۍ خوراکي مرستې کموي، چې له امله به یې شاوخوا ۵۰۰ زره فلسطینیان له دغو مرستو بې‌برخې شي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه پروګرام به د میاشتنیو خوراکي مرستو ترلاسه کوونکو شمېر له ۱.۶ میلیونو څخه ۱.۱ میلیون کسانو ته راکم کړي. په راپور کې راغلي چې یاد سازمان د خوراکي مرستو اندازه هم نیمایي ته راکمه کړې، د ۷۵ زره کورنیو نغدي مرستې یې بندې کړې او د ورځې د ګرمو خوړو شمېر یې له ۲۵۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته راټیټ کړی دی. د راپور له مخې، په لرو پرتو او سختو سیمو کې ځینې کورنۍ اوس یوازې یوه ورځ وروسته ګرمه ډوډۍ ترلاسه کوي. د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په غزه کې شاوخوا ۱.۴ میلیون کسان، چې د سیمې د نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر هغه ناوړه ناامنۍ سره مخ دي. د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ زره یې په بېړني وضعیت کې دي. د خوړو نړۍوال پروګرام اجرائیوي سرپرست کارل سکاو په غزه کې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې د اوربند له هوکړې یو کال تېرېدو سره سره، په دغه سیمه کې ژوند لا هم ستونزمن دی او خلک مناسب سرپناه، بنسټیزو خدمتونو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-19 11:12:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د خوړو نړۍوال پروګرام غزه کې د خوراکي توکو د مرستې لپاره د بودجې پر کمښت اندېښنه ښودلې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-19 15:39:39

د خوړو نړۍوال پروګرام غزه کې د خوراکي توکو د مرستې لپاره د بودجې پر کمښت اندېښنه ښودلې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button