د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي، له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نهدی، بلکې د ستونزو د حل لپاره يوه مېکانیزم ته اړتیا ده، ځکه چې د سوداګریزو اړیکو د درېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي. د جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې طالبان د دین په نوم په «مذهبي افراط» سره نهشي کولای افغانستان له انزوا حالت څخه وباسي. هغه همداراز له طالبانو سره د مخالفت په نوم د «خراسان او هزارستان» په نومونو قومي، سمتي او ژبني افراطیت هم بې ګټې بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دغو جګړو پایله په هېواد کې د ثبات او امنیت رامنځته کول نهدي. د ملي دفاع وزارت دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی، چې له تېر تاریخ څخه په عبرت اخیستو، یوازینۍ لاره د «ملي اجنډا» او د «ملي بیرغ» پر محور راټولېدل دي. د هغه په وینا، په دې ملي اجنډا کې باید د افراط او تفریط او د قدرت د انحصار سیاست نهوي او ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د کار، ژوند او سیاست مساوي حقوق ولري. شاه محمود میاخېل په پای کې لیکلي، چې په ټولو چارو کې د منځلاريتوب لاره تل…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نهدی
Sources
Afghan sources
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نهدی